د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ولسي تحریک په پاکستان کې دټولو پښتنو د یوې صوبې غوښتنه وکړه


د پښتونخوا ولسي تحریک په نوم د یوې مدني ټولنې مشران وايي پښتانه په پاکستان کې د یو سازش له مخې ویشل شوي دي او دوی به ددغو خورو ورو پښتنو په یوه صوبه کې د راغونډولو په موخه خپله مبارزه جاري ساتي.

د نوموړي تحریک مشرانو په پېښور کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل د پښتنو په وسایلو نورو خلکو قبضه کړې ده. دنوموړي تحریک مشر سید عالم محسود وايي :

(( پښتون په دې علاقه کې یرغمال شوی دی. په دې یرغمالۍ او زمونږ په وینه باندې څوک موړ نه شو. زمونږ د وسایلو په خوړلو باندې څوک موړ نه شو. دوی اوس بیا په مونږ پسې چاړه راخیستې کله راته وايي د بجلۍ غل یې ، کله راته وايي چې د هزارې په نوم یوه بله صوبه جوړوم. داسې جمهوریت مونږ نه منو ، داسې ملک مونږ نه منو. ))

سید عالم محسود زیاته کړه چې دوی د مارګلې له غرونو تر وزیرستانه، د چترال نه تر بولانه دپښتنو لپاره دیوې صوبې غوښتنه کوي. او دا مبارزه یې له همدې ګړۍ پیل کړله.

د پښتونخوا د ولسي تحریک مشران وايي ددوی تحریک یوه سیاسي بڼه لري خو دا یو سیاسي ګوند نه دی. دوی وايي دوی به د ټولو پښتنو ګوندونو مشرانو ته ورځي او ورته به وايي چې په دې مبارزه کې ورسره برخه واخلی. د همدې تحریک یو بل مشر شهاب الدین خټک وايي :

(( پښتانه د خپلې خاورې د بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ دي. د وخت په تیریدو سره په دغو ستونزو کې اضافه کیږي. نو په داسې وخت کې پکار ده چې نوي سوچونه او نوي اتحادونه مخې ته راشي. نو زما په خیال دا تحریک ددې وخت اواز دی. مونږ لرو برو پښتنو باندې غږ کوو چې ددې تحریک ملاتړ دې وکړي. ))

د غونډې په اخره کې د نوموړي تحریک مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې په پښتونخوا صوبه کې دې تعلیمي ژبه پښتو وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG