د عراق له فلوجه ښار څخه چې د وسله والو تر واک لاندې دی، د جمعې پر ورځ وروسته له هغې اوسیدونکو د دوهمې ورځې لپاره په وتلو شروع کړې، چې وزيرعظم نوري المالکي اعلان وکړ چې حکومتي ځواکونه به دا ښار د وسله والو له ولکې خلاص کړي.
له ښاره د خلکو زيات شمېر وتل په داسې حال کې دي چې وسله والو د حکومتي ځواکونو د مخنیوي په مقصد د ښار په شاو خوا کې د فراط له سیند څخه اوبه را خوشي کړې.
په عین حال کې، د جمعې په ورځ په رمادي ښار کې هم سختې نښتې روانې وې او وسله والو بیرته د ښار پر څو امیني پوستو واک ټینګ کړ.