د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغان جګړه کې د پاکستان مخکښه رول'


د لیکوالې کارلوټا ګال د کتاب (غلط دښمن) ټوله مرکزي نقطه هم دغه ده چې په اصل کې افغانستان نه بلکې پاکستان د امریکا ريښتونی دښمن دی.


امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز د خپلې يوې خبر یالې کارلوټا ګال چې تير لس کاله يې په پاکستان او افغانستان کې کار کړی د کتاب ؛ غلط دښمن؛ څخه یو څو ټکي راخیستي دي اولیکنه يې ورباندې کړېده.


مقاله د (غلط دښمن) نومي کتاب يو اقتباس رانقلوي او زیاتوي چې د ۲۰۰۸م کال د جولايې مياشتې پر اوومه نېټه ياغيانو په کابل کې د هند سفارت مخې یو ځانمرګی موټر بم برید وکړ، چې پکې د هند سفارت د دفاع یوه چارواکي په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي وو. دغه چاودنه دومره زوره وره وه چې د سفارت حفاظتي ديوال، مرکزي دروازه او د سفارت دننه انتظار ګاه کې ناست خلک يې هم ووژل.

که يو خوا دغه بريد په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د معمول يوه خبره وه خو بلخوا د امريکايې استخباراتي ادارې سي ای اې د پلټنو او څېړنو تر مخه دغه بريد د د تشدد د معمول بهير برخه نه وه بلکې د دې خاصیت دا وو چې دا د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ايس ای ايجنټانو پلان کړی وو، چې کله سي ای اې د هغه وخت امريکايي ولسمشر جارج بش له دې ټولې خبرې اګاه کړ نو هغه د سي ای اې د هغه وخت مرستیال ډايريکيټر سټیفن کاپس پاکستان ته ولېږلو.


مقاله زیاتوي چې د کارلوټا ګال د کتاب ټوله مرکزي نقطه هم دغه ده چې په اصل کې افغانستان نه بلکې پاکستان د امریکا ريښتونی دښمن دی.

د دغه کتاب پيل د ۲۰۰۱م کال د دیسېمبر په میاشت کې په پېښور کي د افغانستان په اړه د هغه يوې غونډې له حاله کېږي چې پکې د ۶۰ مخورو افغان طالبانو په شمول د پاکستاني پوځ او حکومت چارواکي شامل ول. د دغه غونډې ايجنډا دا وه چې څنګه په کابل کې د طالبانو د هغه نسکور شوي حکو مت بدل واخلي چې په ۱۹۹۶ م کال کې د ای اېس ای په مرسته جوړ شوی وو.


په کتاب کې راغلي چې په دغه غونډه کي طالب ياغيانوته د افغانستان بيلا بیلې سيمې حواله شوې او بیا موږ وکتل چې طالبانو د کابل پر ضد خپله وسله واله مبارزه وپیله.


مقاله د (غلط دښمن) کتاب يو بل اقتباس نقلوي او زیاتوي چې دغو طالب ياغيانو ته په افغانستان کې د خپلې وسله والې مبارزې د مخکېبوتلو لپاره له افغانستانه بهر د يو سنګر ضرورت وو او هغه دوی ته د پاکستان په مرسته په سرحدی ښار کوټه کې تر لاسه شو. دا هم هغه تګلاره وه چې انګريزانو د افغانستان پر ضد خپله کړې وه او کوټه يې خپل مرکز جوړ کړی وو.
XS
SM
MD
LG