د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد چاودنه کې اکثریت پښتانه وژل شوي دي


اسلام اباد: مېوه منډۍ کې یو ژوبل تن پیمز طبي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ۹م اپرېل ۲۰۱۴
اسلام اباد: مېوه منډۍ کې یو ژوبل تن پیمز طبي روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ۹م اپرېل ۲۰۱۴

د پاکستان په اسلام اباد کې نن سهار )شورو ورځ) د میوو په یوه منډۍ کې بمي چاودنې ۲۵ کسان وژلي او په لسګونه نور ژوبل دي.

د پاکستان په اسلام اباد کې نن سهار )شورو ورځ) د میوو په یوه منډۍ کې بمي چاودنې ۲۵ کسان وژلي او په لسګونه نور ژوبل دي.


په اسلام اباد کې د مشال خبریال د پولیس چارواکو لخوا وایې چاودنه د میوو په یوه منډۍ کې نن سهار شاوخوا اتنیمې بجې وشوه.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په وژل شوو او ژوبلو کې زیاتره پښتانه دي، د مېوې منډۍ یو مشر وایي دغه چاودنه د امرودتو په یو ګاډي کې وشوه، چې له پنجابه راغلې وه.
اسلام اباد: امنیتي چارواکي او ژغورندیه ډلې د بمي چاودنې ځای پلټي
اسلام اباد: امنیتي چارواکي او ژغورندیه ډلې د بمي چاودنې ځای پلټي

د پېښې یوه عیني شاهد مشال راډیو ته وویل، منډۍ ته ولاړم چې امروت راونیسم، دغه وخت مې له ملګرو سره هم ولیدل چې نا څاپه یو درز وشو او درې ګزه بره بل ځای پروت وم. په تسي کې مې چرې لګېدلې دي. خواوشا مې د انسانانو د بدن غړي پراته ولیدل، زما په خپل سر کې د انسانانو غوښې بندې وې. اوس مې هم تر غوږو ګڼ غږونه راځي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


یو بل عیني شاهد وویل، اوس د امروتو موسم دی، دا مېوې له پنجابه راځي، چې موږ یې خرڅوو. چاودنه د امروتو په یوه پېټۍ کې وشوه. ډېر خواران مزدوران خلک یې ووژل. ډېر دوکانداران یې ووژل او زیات شمېر مزدوران خواران یې ژوبل کړل.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د پیمز روغتون یو مشر ډاکټر جاوید اکرم د پیښې په اړه وایي، له چاودنې د دوی روغتون ۲۵ تنه مړي او نژدې ۷۰ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند په یوې خبر پاڼه کې ویلي، له دغه چاودنې سره یې هېڅ تعلق نشته، او پیښه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG