د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تښتول شوي ایرانیان د پاکستان پر خاوره نه دي موجود


پاکستان وايي، د دوی پلټنې ښيي چې تښتول شوي ایرانیان د پاکستان پر خاوره نه دي موجود.


د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وویل، دوی په دې لړ کې له تهران سره مرستې ته تیار دي.

تسنیم اسلم هغه خبرې ناسمې وبللې چې ګواکې د پینځو تښتول شویو ایرانیانو معاملې پر سر د اسلام اباد او تهران اړیکي خراب شوي دي. په دې اړه لا ایران څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG