د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کيري د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس سره خبرې وکړې


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې په منځني ختیځ کې د سولې د ولاړو هڅو د ژغورلو هڅه کوي، د فلسطیني مشر محمود عباس سره یې کتلي دي.


کیري چې د روم نه اردن ته رسیدلی ، په عمان کې یې د محمود عباس سره له څلورو نه د زیاتو ساعتونو لپاره کتلي دي.

امریکايي چارواکي وايي، خبرې رغنده وې. خو د دې لیدنې په اړه تور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

جان کیري په راتلونکو ورځو کې د عباس او د اسراییلو د وزیر اعظم بن یامین نتن یاهو سره د نورو ملاقاتونو پلان هم لري.

د تیر کال په جولايي کې د شوې موافقې له مخې چې د امن مذاکرات یې په ترڅ کې بیا پیل شوي وو، فلسطینیانو او اسراییلیانو د اپریل تر دیرشمې پورې ضرب الاجل درلودلو څو د شخړې یو حل راوباسي.

کیري هڅه کوي چې دواړه خواوې د دې ضرب الاجل غزولو ته رضا کړي.
خو فلسطینیان وايي که اسراییلو د ژمنې سره سم د دوی د بندیانو یوه ډله پرېنښوده نو دوی به په خبرو کې برخه وانخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG