د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې د روسي الوتکو عمله بهر وتو ته نه پرېښودل کېږي


روسیې پر اوکرایني چارواکو تور پورې کړی دی چې د اوکراین پر هوايي ډګرونو چې یې کله کاروباري الوتکې کوزې شي نو کارکونکې یې له الوتکو بهر وتلو ته نه پرېښودل کېږي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن د شورو ورځ وویل، د اوکراین د سرحداتو ساتونکو د اېروفلوټ الوتکې کارکوونکي نه دي پرېښي چې له الوتکې دباندې ووځي.

وزارت وايي، دا پرېکړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او بالاخره ((د ملکي الوتنو حفاظت ته ګواښ مخامخوي)) ځکه چې د الوتکې کارکوونکي مناسب ارام نشي کولای. وزارت وايي، په مسکو کې یې اوکرایني سفارت ته احتجاجي لیکونه استولي دي. د روسیې او اوکراین تر منځ کړکېچ تر هغه وروسته زیات شو چې روسیې کرایمیا ونیوله او بیا یې له ځان سره وتړله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG