د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ګورنر به لرې کړل شي


د خېبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله خان
د خېبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله خان

له پاکستانه راپورونه وايي چې د خېبر پښتونخوا د اوسني ګورنر انجنیر شوکت الله خان پر ځای به ډېر ژر د پاکستان مسلم ليګ نون ډلې يو مشر غړی او د پښتونخوا پخوانی وزيراعلی سردار مهتاب احمد خان عباسي وټاکل شي.


مهتاب عباسي هم مشال راډيو ته د دې خبرې پخلی کړی دی چې د نوموړي د ځينو تحفظاتو تر ليري کولو وروسته د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د هغه نوم د صوبې د نوي ګورنر لپاره غوره کړی دی.

د ګورنر له چوکۍ څخه د انجينير شوکت الله خان په داسې حال کې د ليري کېدو خبرونه دي چې د پاکستان د مرکزي حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG