د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وایي، ای اېس ای د اسامه بن لادن له پټنځایه خبره نه وه


پاکستان وايي، هغه رپورټ ((بې بنسټه)) دی چې ګواکې د هیواد استخباراتي اداره د اسامه بن لادن په پاکستان کې له موجودیته خبره وه.


دا خبره، تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وکړه.

په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی رپورټ وايي، د پاکستان ای اېس ای د هغه وخت مشر جنرال شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن له پټنځایه خبر وو. امریکايي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG