د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملاعمر او حافظ سعيد د ای اېس ای تر ټولو مهم او وفاداره ملګري دي'


د جماعت الدعوا مشر حافظ سعید
د جماعت الدعوا مشر حافظ سعید

امريکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په يوه رپورټ کې ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د هغه وخت مشر لېفټینېنټ جنرال احمد شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو.

امريکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په يوه رپورټ کې ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د هغه وخت مشر لېفټینېنټ جنرال احمد شجاع پاشا د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پټنځي خبر وو.


د امريکا ځانګړو ځواکونو په دوه زره يوولسم کال کې د مۍ میاشتې پر دویمه نېټه اسامه بن لادن په اېبټ اباد ښار کې وژلی وو.

د نيويارک ټایمز دا رپورټ کارلوټا ګال ليکلی دی. نوموړې له دوه زره يو څخه بيا تر دوه زره ديارلسم کال پورې په افغانستان او پاکستان کې د نيويارک ټایمز خبرياله وه.

دا وايي چې په دوه زره شپږم کال کې د پاکستان استخباراتي چارواکو په کوټه کې هغه وخت وځوروله کله چې يې د افغان طالبانو په سيمه کې د شتون په اړه رپورټ جوړولی.

په دې رپورټ کې دا د خپلو شاوخوا دوولس کالو کیسه کوي چې څنګه يې په پاکستان او افغانستان کې کار وکړی او پخپله دغه ليکنه کې له ځينو پټو رازونو پړده پورته کوي.

کارلوټا ګال دا ادعا کوي چې په اېبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وژل کيدو وروسته يوه پاکستاني چارواکې دې ته ويلي چې امريکا نيغ په نيغه دا مالومات درلودل چې د ای ايس ای د هغه وخت مشر جنرال شجاع پاشا ته د اسامه بن لادن د اوسيدو ځای مالوم وو.

خو د دې په وينا له عملياتو وروسته شجاع پاشا او ای ايس ای پرله پسې له دې خبري انکار کولی چې ګواکې د اسامه بن لادن په ايبټ اباد کې د اوسيدو په اړه ورته مالومات وو.

ورځپاڼه د داخلي سرچینو له خلې وايي، چې د بن لادن په معامله کې ای اېس ای یو ځانګړې څانګه جوړه کړې وه. دغه څانګې د یوه افسر په مشرۍ خپلواک کار کولو او هېڅ جګپوړو چارواکو ته جوابده نه وه.
رپورټ زياتوي چې دا خبره هم په ډاګه شوې چې اسامه بن لادن د لشکر طيبه حافظ سعيد او ملاعمر سره په پرله پسې تماس کې وو.

د دې په وينا ملاعمر او حافظ سعيد د ای ايس ای تر ټولو مهم او وفاداره شدت پسنده مشران دي چې هم دغه اداره د دوی حفاظت کوي.

د خبريالې په خبره چې د دواړو له اسامه بن لادن سره رابطه کول ښايي له ای ايس ایه پټه نه وي.

کارلوټا ګال پخپل رپورټ کې دا ادعا هم کوي چې اسامه بن لادن په دوه زره نهم کال کې د پاکستان قبایلي سيمو ته تللی وو او هلته يې له تندلاري مشر قاري سيف االله سره ليدلي ول.
د دې په خبره قاري سيف الله د ای اېس ای تر ټولو قيمتي اثاثه ده.

پر نوموړي تور لګېږي چې د بې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري، کله چې طالبانو په دوه زره يو کال کې په افغانستان کې ماتې وخوړله نو قاري سيف الله ملا عمر په موټر سایکل له افغانستانه را ايستلی وو.

دا شان په نوولس سوه اته نوي کې پر خوست د امريکايي حملې لږ وخت له مخه قاري سيف الله اسامه بن لادن له هغه ځايه و اېستلی.

د کارلوټا ګال په وينا قاري سيف الله څو ځله پاکستاني چارواکو ونيولی خو وروسته به ای اېس ای په خاموشي سره خوشی کړ.

خو د پاکستان دولتي چارواکو د نیویارک ټایمز د دغه رپوټ ادعاوې رد کړې دي.
XS
SM
MD
LG