د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په واشنګټن کې د شام سفرتخانې فعالیتونه بند کړي دي


امریکا په واشنګټن کې د شام سفارتخانې فعالیتونه بند کړي دي او شامي ډېپلوماټانو او د سفارت نورو کارکوونکو ته یې ویلي دي چې که ورسره په امریکا کې د اوسېدو جواز نه وي نو له هیواده دې ووځي.


امریکا دا ګام تر هغې وروسته اخیستی دی چې شامي حکومت د هغو شامیانو لپاره سفارتي خدمات وتړل چې په امریکا کې اوسي. د شام لپاره د امریکا نوي استازي ډینییل روبېنسټاین په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن پرېکړه کړې ده چې دا ورته د منلو وړ نه ده چې د بشار الاسد رژیم ټاکلي کسان دې ډېپلوماټیک فعالیتونه وکړي. هغه پر شام تور پورې کړ چې پر ولسي وګړو تشدد کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG