د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده


یوه ډاکتر د نوم نه ښودو په شرط نن د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، یوه شپږ میاشتینۍ نجلۍ چې نیازمینه نومېږي پرون د پولیو ناروغۍ ځپلې ده.


د ده په خبره، دا پېښه د واڼه اعظم ورسک په کره باغ کلي کې شوې ده. ډاکتر زیاتوي، د دې وجه دا ده چې تر ۲۰۱۲ز کال وروسته په سیمه کې پولیو ناروغۍ مخنیوي کیمپېن نه دی شوی.

د یو بل خبر تر مخه، د جنوبي وزیرستان واڼه په مغلخېلو کې بېګا یو سکول په بمونو چوول شوی دی. دا د نجونو د لومړنیو زده کړو ښوونځی دی. د سیمې چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG