د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۳ز کال کې په بلوچستان کې ګوزڼ یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې


د بلوچستان حکومت وايي، په ۲۰۱۳ز کال او تر اوسه په ۲۰۱۴ز کال کې د ګوزڼ یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا ادارې سېکرټر عبدالصبور کاکړ د دوشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ز کال کې بلوچستان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ لپاره یوه حساسه سیمه بلل شوې وه.

دی وايي، د بلوچستان ټولو سیمو ته یې د واکسینو کاري ډلې استولې دي او د دې ډلو د امنیت لپاره یې پوره اقدامات کړي دي.

پاکستان، افغانستان او نایجېریا د نړۍ هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

په دې هیوادونو کې وسله والې ډلې د پولیو مخنیوي واکسینو کیمپېنونه نه پرېږدي او وخت په وخت پر روغتیايي کارکوونکو حملې هم شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG