د لاسرسي ځای

تازه خبر

دجمرود په پرونۍ چاودنه کې د وژلو شویو شمیره ۱۳ و ته ورسیده


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر ایجنسۍ په جمرود لاشوړه سیمه کې په پرونیو چاودنو کې د وژلو شویو کسانو شمیر ه دیارلسو ته پورته شوې ده.

د وژلو شویو خاصه دارو جنازې تیر ماښام د جمرود تحصیل په ودانۍ کې وشوې،او په خپلو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول.

د دوی جنازې ته د خیبر پختونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله او د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ شهاب علی شاه هم ورغلی ول.

دسیمې پولیټیکل ایجنټ په دې پیښه کې دوژلو شویو خاصه دارو کورنیو لپاره د پینځو پینځو لکو روپو د ورکولو او د شهیدانو د پیکج اعلان هم وکړ،او د ژوبلو شویو خاصه دارو د علاج دلپاره یې د پنځوس پنځوس زره روپو ورکولو امر ورکړ.

بل خوا د پوځ د عامه اړیکو څانګې ( آیی ایس پی آر) له خوا د اتوار په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوې دي چې همدا نن د باړې په منډۍ کس کې د وسلوالو پټڼ ځایونه د هیلي کاپټرو له لاري په نښه کړای شوي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي دي او دغو وسله والو د جمرود په پرونیو بمي چاودنو کې لاس لرولو ، خو بیا وسلواله والو په دې اړه څه ندي ویلي.
XS
SM
MD
LG