د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنوبي وزیرستان کې پاکستاني جنګي الوتکو ګڼ طالبان ووژل'


نن سهار د امنیتي ځواکونو چارواکو مشال ریډیو ته وویل، دې هوايي بریدونو کې له شلو تر دېرشو پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دپاکستان جنګي الوتکو بیګا شپه د جنوبي وزیرستان په بوبړ، شکتوي او لدا سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو بمباري کړې ده.


نن سهار د امنیتي ځواکونو چارواکو مشال ریډیو ته وویل، دې هوايي بریدونو کې له شلو تر دېرشو پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د استخباراتي ادارو ځنې چارواکي بیا د وژل شویو وسله والو شمېره لس تنه ښوولې.

چارواکي زیاتوي په بیګاني برید کې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله پروت شوال کې هم د وسله والو مرکز په نښه کړل شوي دي.

د طالبانو ذرایعو هم د دې بمبارۍ تصدیق کړې خو د مرګ ژوبلې ادعاوې یې رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال د خطرې له وجې شپه له خپلو مرکزونو بهر تېروي.

'جنوبي وزیرستان کې پاکستاني جنګي الوتکو ګڼ طالبان ووژل'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG