د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.


د دې ورځې موخه، د مورنۍ ژبو له ارزښته خلک خبرول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول دي.


د ملګرو ملتونو تعلیم، ساینس او فرهنګ اداره یونیسکو پر خپلې ووبپاڼې وايي، د دې ورځې لمانځلو پس منظر په ۱۹۵۲ز کال کې پر همدې ورځ په اوسني بنګلا دېش کې د ډاکې پوهنتون پر زده کوونکو د پاکستانیو پولیسو حمله ده.

هغو زده کوونکو د دولتي ژبې په توګه د اردو په مخالفت او د بنګالۍ په حق کې مظاهره کوله.

یونیسکو په ۱۹۹۹ز کال کې ۲۱مه فبروري د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ وګرځوله او دا ورځ له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې لمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې غونډې او لاریونونه کېږي.
د سراج ظهیر راپور

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG