د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین سیاسي بحران لا نور ژور، په نښتو کې ۱۸ کسان وژل شوي


ه کیف کې د کارګرانو ټولنې ودانۍ اور اخیستی.۱۹فبروري۲۰۱۴م کال
ه کیف کې د کارګرانو ټولنې ودانۍ اور اخیستی.۱۹فبروري۲۰۱۴م کال

بېګا پر ټیلي وېژنونو وښودل شول چې په کیف کې د کارګرانو ټولنې ودانۍ اور اخیستی وو. دا وداني حکومت ضد مظاهره کوونکو د خپل سردفتر په توګه کاروله.

د اوکراین ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د اپوزیشن ځینې غړي له حدودو اوښتي دي. بیان وايي، دې غړو خپلو ملاتړو ته ویلي ول چې د پلازمېنې کیف په مرکزي څلورلاره کې د مظاهرې لپاره دې وسلې یوسي.


ولسمشر وېکټور یانوکووېچ هغو خلکو ته مجرمان ویلي دي او وايي، عدالت ته به یې کش کوي.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې ((لا هم ناوخته نه دی چې شخړه هواره کړل شي.))

تېره ورځ، په کیف کې د مظاهرې پر وخت د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ په ډزو کې ۱۸ کسان ووژل شول. په وژل شویو کې اووه پولیسان هم شامل دي.

بېګا پر ټیلي وېژنونو وښودل شول چې په کیف کې د کارګرانو ټولنې ودانۍ اور اخیستی وو. دا وداني حکومت ضد مظاهره کوونکو د خپل سردفتر په توګه کاروله.

نن سهار د اپوزیشن مشرانو وېتالې کلېچکو او ارسېنې یاڅینیوک له ولسمشر یانوکووېچ سره ولیدل.

وروسته کلېچکو وویل، خبرې د بحران له هواري بغیر پای ته رسېدلې دي. ده وویل، یانوکووېچ له دې انکار وکړ چې د بلوې ضد پولیس د ازادۍ له څلور لارې ستانه کړي:

"زه ډېر خپه یم ځکه چې دا هیڅ خبرې نه وې. ولسمشر اپوزیشن ته غوږ نه نیسي. هغه اورېدل نه غواړي. [هغوی] یوازې دا وايي چې اپوزیشن او مظاهره کوونکي دې احتجاج پای ته ورسوي، مظاهرې دې پای ته ورسوي. خو اوس دا ډېره مهمه ده چې یوه وقفه وشي او نوره جګړه ونشي."

کلېچکو پر مظاهره کوونکو ټینګار وکړ چې د ازادۍ په څلور لاره کې دې پاتې شي. نوموړي هغه ځای ته د ((ازادۍ ټاپو)) نوم ورکړ.

تر دې مخکې د امریکا سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې خبریالانو ته وویل چې په کیف کې تاو تریخوالي واشنګټن غوسه کړی دی:

"موږ د کیف په ښار کې تاو تریخوالي او د میدان په څنډو کې د بلوې ضد وسله والو پولیسو تګ غوسه کړي یو. هره خوا که له تاو تریخوالي کار اخلي یا له حده وتلی قوت کاروي، موږ یې غندنه کوو. له زوره کار اخیستل دا بحران نه هواروي. د سولې او ثبات د راوستو لپاره موږ پر ولسمشر یانوکووېچ غږ کوو چې حالت دې سمدستي ارام کړي او په میدان کې دې جګړې ختمې کړي. موږ پر هغه دا ټینګار هم کوو چې نن د اپوزیشن له مشرانو سره خبرې پیل کړي او د اوکراین لپاره دې د جوړ جاړي لار ولټوي."

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشرې کیترین اشټن پر یانوکووېچ غږ وکړ چې د ((بحران اصلي وجوهات یا لاملونه دې ختم کړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG