د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: پوځیانو مو د افغان ځواکونو په روزلو بوخت دي


د جرمني د دفاع وزيرې وويل په افغانستان کې مېشت جرمني پوځيان د افغان ځواکونو په روزنه او نورو مرستو بوخت دي.

ارسلا اون دېرلاین پرون د جرمني په برلين کې د ميونخ کلني امنيتي کنفرانس ته وويل:”موږ د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او مرسته بوخت يو. دوى ته سلا مشورې ورکوو او د طبي مرستو اسانتيا مو ورته برابرې کړې دي چې د جرمني د همکارو ځواکونو ژوند وژغورل شي. زه شاهده يم چې زموږ وسلوال ځواکونه په کم شمېر کې دنده پرمخ بيايي. دوى خپل ظرفيت او سرچينې [د ايساف له نورو غړو سره] شريکوي او خپل ځواکونه په ارتباط کې ساتي“

د جرمني د دفاع وزيرې وويل هېواد يې تيار دى چې د افغانستان په شمال کې د خپلو پوځيانو ماموريت وغزوي، څو له افغان ځواکونو سره د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

دا مهال د جرمني شا و خوا درې زره پوځيان په افغانستان کې موجود دي چې لویه برخه یې په شمال کې دېره دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG