کوټه: د شییعه هزارګانو احتجاج ختم، خپل مړي خاورو ته سپاري.
په کوټه کې اهل تشیع هزاره ګانو خپل مړي خاورو ته سپارلي دي.دوی بېګا خپل احتجاج تر هغې وروسته ختم کړ چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له یوه پلاوي سره ورغی او د هزاره ګانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې.چودري نثار وویل چې دوی اهل تشیع ته باور ورکړی دی چې د مستونګ پېښې تر شا کسان به نیسي.