د غور ولایت په لسګونو اوسیدونکو د یوه قومندان له خوا د دوي د ځمکو د غصبولو په اعتراض نن په کابل کې مظاهره وکړه.
دغو مظاهره کوونکو چې د ملي شورا د ودانۍ مخته راټول شوي وو، وویل چې د مراد علي په نوم د دفاع وزارت د ځمکنیو قواوو یوه قومندان د دوي لسګونه جریبه ځمکه په غور کې غصب کړې ده.
اعتراض کوونکو د افغانستان له ملي شورا وغوښتل چې د دوي ځمکې دې بیرته ورکړل شي.
د دفاع وزارت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.