د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بلخ کې د نارینه وو په وړاندې د تاوتریخوالې درې پیښې ثبت شوي


په بلخ کې د بشري حقونو ډلې وایي، د روان کال له پیله یې په دغه ولایت کې د نارینه وو په وړاندې د تاوتریخوالې درې پیښې ثبت کړي دي.

په شمال زون کې د بشري حقونو د ساحوي کمیسیون یوې چارواکي فوزیه نوابي مشال راډیو ته وویل چې؛ په روان کال کې د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د ښځو په وړاندې ۵۲۵ د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوي دي.

خو وایي، دا لومړی ځل دی چې یوازې په بلخ ولایت کې د نارینه وو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ثبتیږي.

میرمن نوابي د دې قضیو وروستۍ پیښه تیره ورځ وه چې یو سړی د خپلې میرمنې له خوا سخت وهل ټکول شوي وو.

نوموړي د دې ډول پیښو د رامنځته کیدو دلیل د کورنیو ستونزو ډیروالی، بې وزلي او غربت یادوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG