د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پولیسو ته له دوو میاشتو راهیسې تنخا نه ده ورکړل شوې


د افغان چارواکو په خبره، پاتې تنخاګانې به په یو څو ورځو کې پولیسانو ته ورکړل شي. دې چارواکو ویلي چې دا یوه وړه انتظامي مسله وه او د ډېر تشویش خبره پکې نشته.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغان ملي پولیسو او محلي پولیسو دواړو ته د نومبر له میاشتې راهیسې تنخاګانې نه دي ورکړل شوې. د ورځپاڼې په خبره، ان په ځینو ځایونو کې خو د اکتوبر میاشتې تنخاګانې هم نه دي ورکړل شوې.


په لیکنه کې راغلي، امریکا او د ناټو هیوادونه په افغانستان کې حکومتي کارکوونکو ته تنخاګانې ورکوي. دا تنخاګانې د ملګرو ملتونو د دفتر له لارې افغانانو ته رسېږي. دا ځل هم له حکومت سره پیسې شته دي. خو د کورنیو چارو وزارت د مالیې وزارت ته ځینې اړین فورمونه نه دي ورجمع کړي.

د افغان چارواکو په خبره، پاتې تنخاګانې به په یو څو ورځو کې پولیسانو ته ورکړل شي. دې چارواکو ویلي چې دا یوه وړه انتظامي مسله وه او د ډېر تشویش خبره پکې نشته.

ورځپاڼه لیکي، ریښتیا هم که د افغانستان نورو مسلو لکه یاغیتوب، اداري فساد او د اپینو ناقانونه کاروبار ته وګورو نو د تنخاګانو په ورکولو کې ځنډ ښايي دومره لویه مسله و نه ښکاري خو دا یوه خبره روښانوي. هغه دا چې امریکایان ښايي په دې کې پاتې راغلي وي چې په افغانستان کې ادارې په سم ډول جوړې کړي.

په لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې حکومتي چارواکي یا خو د دندو تر سره کولو وړتیا نه لري، یا ورته جوړ نه دي او یا هم بې استعداده او بې صلاحیته دي.

پر دې برسېره، هغه غربیان، یانې امریکایان او اروپایان چې په اربونه یا میلیاردونه ډالره یې په افغانستان کې لګولي دي، له دې نه ول خبر چې افغان پولیسو ته له دوو میاشتو راهیسې تنخا نه ده ورکړل شوې. د یکشنبې پر ورځ چې د نیویارک ټایمز خبریال له دې چارواکو سره رابطه وکړه نو دوی له دې موضوع خبر شول.

لیکنه وايي، داسې ښکاري چې کله غربیان له افغانستانه ووځي نو د اربونه ډالرو د مرستو لګېدو کره مالومات ساتل به لا نور ګران کار شي.

ځینې غربي چارواکي چې خبر ول چې تنخاګانې نه دي ورکړل شوې هغوی هم هغه وخت خبر شول چې د ډېسېمبر په میاشت کې یې د وروستیو درو میاشتو ټول حساب کتاب کاوه. هغوی وویل، داسې ښکاري چې دا یوه بیوروکراټیکه مسله ده. دوی ته داسې نه برېښي چې ګواکې دا پیسې غلا شوې دي.

د ملګرو ملتونو دفتر وايي، پیسې ټولې د افغانستان په خزانې کې دي. ځینو افغان او غربي چارواکو وویل، د تنخاګانو ځنډېل له کلونو راهیسې په افغانستان کې پېښېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د تنخا نه تر لاسه کېدو له کبله پولیسو په کلیو او ښارونو کې له خلکو پیسې ټولول پیل کړي دي. داسې حالات هم پر دې پولیسو راغلي چې ان د صابون اخیستو پیسې ورسره نه وې پاتې، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
XS
SM
MD
LG