د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د مرکزې روغتون مشر ډاکټر نوراغا مشال راډيو ته وويل، نن شاو خوا يولس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند مملې باغ سيمه کې په يوه کور د هاوان مرمۍ لګيدلې چې درې تنه ښځې او درې تنه ماشومان يې ټپيان کړي دي.
ډاکټرنوراغا په وروړل شويو ټپيانو کې د دوه تنو روغتيايي حالت د انديښنې وړ وبللو.
د يادې پيښې په اړه تر اوسه امنيتي ادارو رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يې کومې وسله والې ډلې پړه په غاړه اخيستې ده.