د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلیو مقدمې وځنډیدې


په اسلام اباد کې احتساب عدالت د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلیو مقدمې اورېدنه د روانې میاشتې تر ۱۸مې ځنډولې ده.


زرداري پخپله عدالت ته حاضر شو. پر زرداري د اې آر وای ګولډ، د وزیر اعظم په ماڼۍ کې د پولو میدان جوړولو، او د ټریکټرو د سودا په کولو کې د درغلۍ تورونه دي.

د زرداري وکیل فاروق اېچ نایک عدالت ته وویل، د ده موکل په دې معاملو کې په رسمي ډول نشي تورن کېدای او دی به عدالت ته قانوني ثبوتونه وړاندې کړي خو وخت ته اړتیا لري. عدالت د نایک خبره ومنله او اورېدنه یې وځنډوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG