د بګرام زندانيانو د دوسيو د څېړلو کمېټه وايي، هغه ٨٨ بنديان به ډېر ژر خوشې شي، چې امريکايي چارواکو د افغان او بهرنيو سرتېرو په وژنې تورن کړي دي.
د دې کمېټې مشر مشال راډيو ته وويل، د امريکايي چارواکو له خوا په ورسپارل شويو اسنادو کې داسې څه نه وو، چې دغه بنديان مجرم ثابت کړي.
عبدالشکور دادرس وايي، د افغانستان کشفي ارګانونو او ملي امنيت هم د دغو بنديانو په اړه داسې اسناد او مدارک نه دي ورسپارلي، چې دوى مجرم ثابت شي.
دى وايي دغه بنديان لا خوشې شوي نه دي او هرڅوک کولاى شي د دوسيو د څېړلو کمېټې ته خپل موثق اسناد وسپاري.
د بګرام زندانيانو د دوسيو د څېړلو کمېټه وايي، تر اوسه يې له دې زندان څخه تر څېړنو وروسته څه باندې ٥٦٠ بنديان خوشې کړي دي.