د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان: درې سوه کورنۍ د غره د ښویېدو له خطر سره مخامخ دي


په بدخشان ولایت کې درې سوه کورنۍ د غره د ښویېدو له خطر سره مخامخ دي.
د بدخشان ولایت چارواکي وايي؛ په داسې حال کې چې ژمی راروان دی د شاوخوا غرونو او غونډیو د ښویېدو خطر د تیشکان ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې مېشتو خلکو ته ګواښ کوي.


د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیدعبدالله همایو مشال راډیو ته وویل؛ د دوی د سروې ډلو تایید کړې چې په دې سیمه کې یو غر چاودېدلی او دواړه برخې یې له یوبله نژدې یو متر فاصله لري:

"غرونه له خپل اصلي ځای څخه د څه باندې یو متر په اندازه لیرې شوی او د ښوییدو امکان یې شته چې د دې سیمې او کلي کې درې سوه کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي."

ښاغلي دهقان همداراز یادونه وکړه چې بل ځای ته د دې سیمې د اوسېدونکو د لېږدولو او له هغو سره د مرستو هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG