د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لبنان کې موټر بم چاودنې څلور کسان وژلي دي


د لبنان د صحت وزارت وايي چې د سرښار بیروت په جنوب کې یوې موټر بم چاودنې څلور کسان وژلي دي.


دا چاودنه د زیارت په ورځ په حارېت هریک Haret Hreik سیمه کې چې د لبنان د شیعیه حزب الله ډلې مهم مرکز دی شوې ده. رسنیو په لومړي سر کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړی و.

د حزب الله ټیلي وژن المنار د چاودنې د سیمې تصویرونه وښودل چې لوګی او څو موټرې د سوځېدو په حال کې پکې ښکارېدلې.

په داسې حال کې چې د شام له جګړې سره په لبنان کې فرقه ایز تشدد زیات شوی، په سرښار بیروت کې په وروستیو څو میاشتو کې ګڼ شمېر بمي چاودنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د یادې پېښې غندنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG