د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، د اټومي پروګرام په اړه یې له ځواکمنو هیوادونو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی


د اټومي پروګرام لپاره ایراني مشر مرکچي ویلي، په جینیوا کې تر اوسه په شویو خبرو کې ((ښه پرمختګ)) شوی دی.

د سې شنبې پر ورځ د ایران دولتي ټیلي وېژن له عباس عرقچي سره یوه مرکه خپره کړه چې پکې نوموړي وویل، له امریکايي، برتانیوي، فرانسوي، روسي، چیني او جرمنیو استازو سره د نن تر سهار څلور نیمو بجو خبرې وکړې.

تهران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر د نړۍ له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره مذاکرات کوي. تېره ورځ، د یوې اوونۍ تر ځنډ وروسته دا خبرې بیا پیل شوې.

د خبرو موخه، له تهران سره د شوې معاملې د عملي کولو لارې چارې لټول دي.

دا تړون د نومبر پر ۲۴مه شوی وو.

له هغه وخت راهیسې تر اوسه د تړون په عملي کولو د خبرو دوه پړاوه تر سره شوي دي.

د معاملې تر مخه به ایران د خپل لانجمن اټومي پروګرام ځېنې برخې ځنډوي او په بدل کې به ورباندې لګېدلي بندیزونه تر هغو محدود وي چې اوږدمهالی تړون نه وي شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG