د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پرویز مشرف محاکمه د امنیتي ستونزو له کبله وځنډول شوه


د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف پر ضد د غدارۍ مقدمې اورېدنه د جنورۍ تر لومړۍ نېټې ځنډول شوې ده.


نن د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د قاضي فیصل عرب په مشرۍ ځانګړي عدالت چې د مشرف پر ضد د مقدمې اورېدنه پیل کړه نو نوموړی عدالت ته نه وو حاضر شوی.

قاضي فیصل عرب د مشرف د غیر حاضرۍ پوښتنه وکړه نو د نوموړي وکیل انور منصور وویل، د پخواني جنرال پروېز مشرف ژوند ته خطر دی.

د دې په ځواب کې د درې کسیزه عدالت غړې قاضي طاهرې صفدر وویل، باید په دې صورت کې مشرف لیکلی غوښتنلیک (درخواست) عدالت ته ورکړی وای.

عدالت د امنیتي اندېښنو دلیل ومانه خو ویې ویل چې پروېز مشرف به هرو مرو د جنورۍ په لومړۍ نېټې عدالت ته حاضرېږي. د مشرف پر ضد حکومت د ایین شپږمې مادې په بنیاد د غدارۍ مقدمه دایره کړې ده. که پر نوموړي جرم زبات شي نو د قانون تر مخه یې سزا مرګ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG