د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د بشير احمد بلور د لومړی تلين مراسم ترسره کيږي.


نن د عوامي نشنل ګوند د وژل شوي مشر بشير احمد بلور د لومړی تلين مراسم ترسره کيږي.

د عوامي نشنل ګوند يو مشر ميا افتخارحسين نن له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې نن دوه بجې به د ګوند مشران او غړي په پيښور نشتر حال کې د بشير احمد بلور د تلين په مناسبت سره راغونډيږي او د هغه له وينې سره به لوظ کوي چې د خپلې زمکې لپاره به د هرقسمه قربانۍ نه ډاډه نه کوي

ياده دی وي چې د عوامي نشنل ګوند مشر سياستوال بشير احمد بلور تير کال په نن ورځ يانې د دسمبر په ۲۲ مه د پيښور په قصه خوانۍ کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوې وو ، د بريد زمه واري د پاکستان طالبانو منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG