د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن پر زوم نوي توررنه وګېدل


د امريکا متحده ايالاتو څارنوالانو په خپل حکم کې د اسامه بن لادن پر زوم دوه نور تورونه هم ورزيات کړل.دغه تورونه د امريکايانو د وژنې لپاره له ترهګرو سره په توطیې پورې اړه لري.


د جمعې پر ورځ تازه تورونه د نيويارک په يوه محکمه کې ولګول شول.
په دې محکمه کې "سليمان ابو غيث" تورن شو، چې د تروريستانو مالي مرسته يې کړې او سرچينې يې ورته برابرې کړې دي.

د امريکا متحده ايالاتو څارنوالان وايي؛ ابوغيث چې پخوا د القاعده شبکې وياند و؛ پر امريکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د يوولسمې تر حملو وروسته وينا وکړه او دغه حملې يې وستايلې، ده خبردارى ورکړ، چې پر يهودانو او په امريکا کې پر نورو اهدافو نورې حملې هم پلان شوي دي.

ابوغيث چې د امريکايانو د وژنې د توطيې تورونه رد کړي؛ روان کال د اردن له خوا امريکا ته وسپارل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG