د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ ریاست د خلکو انرجي بحران ته پام نه کوي


ورځپاڼه ليکي په ملک کې د انرجۍ د بحران له امله د کویلې په طلب کې زیاتوالي ته په کتلو سره باېد ریاست او ټولنه مناسب ګامونه پورته کړي.

ډان ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې داسې ډېر خلک دي چې د انرجۍ له زیاتېدونکي بحرانه متاثره دي او د هغوی ستونزې ریاست او ټولنې له پامه غورځولې دي.


د ورځپاڼې په خبره د خپل اواز پورته کولو او د شکایتونو د درجولو لپاره دوی هېڅ ذریعه نه لري او په خاموشۍ سره مشکلات زغمي. ورځپاڼه په بلوچستان کې د زرګونو کانکیندونکو ذکر کوي چې په خطرناکو حالاتو کې په مځکه کې دننه په تیارو کې کار کوي او د ژوند موده ېې اندازتاً تر شلو کالو پورې محدوده شي. دوی ته سالنډي پېدا شي چې نور خپل کار جاري نه شي ساتلی.

په بلوچستان کې د کان کیندونکو د کار د حالاتو په حقله د یو رپورټ تر مخه له دغو مزدورانو ناجاېزه ګټه پورته کیږي. دوی ته ډېرې کمې پيسې ورکول کیږي او حفاظتي اقدامات ورته نه وي برابر.

ورځپاڼه ليکي په ملک کې د انرجۍ د بحران له امله د کویلې په طلب کې زیاتوالي ته په کتلو سره بايد ریاست او ټولنه مناسب ګامونه پورته کړي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي په کاغذونو کې د دوی لپاره د حفاظت او څارنې سم نظام موجود دی چې د نشتوالي په صورت کې یو کان بندېدلای شي. خو په اصل کې په حکومتي استازیو د کانونو مالکانو د اثرو رسوخ له امله له کان کیندونکو مزدورانو ناجایزه ګټه پورته کېدل دوام لري. ورځپاڼه ليکي ریاست بايد په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي او د مزدورانو د حقونو اتحادېې هم مخې ته راشي.
XS
SM
MD
LG