د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان شمال کې مرستې وېشل کېږي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره UNHCR)) د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې له نیستمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې پیل کړې.


د مرستې دا بهیر له بلخه پيل شوی چې پکې شاوخوا پينځه سوه کورنیو لپاره کمپلې، ترپالونه، د پخلي لوښي او نوراړین توکي شامل دي.

په شمال کې د یو ان اچ سي ار ویاند فهیم همدرد مشال راډیو ته وویل، چې دا لړۍ به دولس ورځې دوام و کړي او ټاکل شوې ده، چې پینځه زره کورنیو ته په شمالي ولایتونو کې مرستې ورسول شي.

په افغانستان کې هر کال هغه لکونه خلک په ژمي کې له ستونزو سره مخامخېږي چې د ناامنیو او وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG