د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې ۱۸ تنه کارکوونکي وژل شوي


عراقي چارواکي وایي، وسله والو د بغداد په شمال ختیځ کې د تیلو د پایپ لاین ۱۸ تنه کاریګر چې اکثر یې ایرانیان دي؛ په ډزو وژلي دي.


حمله د جمعې په ورځ "بعقوبه" ښار ته نږدې وشوه. پولیس وایي، د عراق او ایران تر منځ په غځېدونکي پایپ لاین کې ۱۵ ایرانیانو او درېیو عراقیانو کار کاوه. په حمله کې پنځه نور ایرانیان او دوه تنه عراقیان ټپیان شوي دي.

د حملې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

په عین حال کې د جمعې په ورځ د بغداد په جنوب کې د موټر بم په چاودنه کې لږ ترلږه شپږ کسان مړه او په بله چاودنه کې د "نهروان" سیمه کې څلور کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG