د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ټاکنو لپاره د افغانستان په لربر کې امنیت ټینګوو'


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشریزي او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو تر وخته به په هغو سیمو کې امن ټینګ کړي چې په کې په اوس وخت کې ناکراري زیاته ده.


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون د سېشنبې پر ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې؛ په یو شمېر ولایتونو کې یې عملیات ګړندي کړي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې انتخابات به د امنیت په فضا کې ترسره شي.

په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو لپاره د کلک امنیت ډاډ ورکوي، دغه وزارت او نور امنیتي ارګانونه په دې کې پاتې راغلي چې؛ په شپږو نا امنیو ولسوالیو کې د نوملیکنې د بهیر لپاره امنیت ټینګ کړي.

دا هغه ولسوالۍ دي چې؛ په کې د انتخاباتو لپاره هېڅ نوملیکنه نه ده شوې.

ټاکل شوې ده چې؛ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د را روان ۱۳۹۳ کال د وري یاحمل په ۱۶ ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG