د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ډرون بريدونو له یوه جاسوس سره مرکه'


شپيګل مجله دعوی کوي چې د ډرون بريدونو لپاره مالومات ورکونکی دا سړی پښتون دی او مرکه ورسره د پاکستان په کراچی ښار کې کړې ده.


د جرمني شپيګل مجلې په پاکستان کې له يوه داسي کس سره مرکه کړې چې د مجلې په خبره د امريکا استخبارتي ادارې سی آی اې ته د ډرون بريدونو لپاره مالومات ورکوي.


له جرمني څخه خپريدونکې مجلې شپيګل دغه مرکه د خپلي ويپاڼي د انګريزي ژبي په برخه کې چهاپ کړې ده.

مجله دعوی کوي چې د ډرون بريدونو لپاره مالومات ورکونکی دا سړی پښتون دی او مرکه ورسره د پاکستان په کراچی ښار کې کړې ده.

مجله دغه سړی د محمد حسن په نوم يادوي او وايي، چې شپيګل سره نوموړي څو ځله د مرکې ژمنه وکړه خو بيا به يې له مختلفو نمبرونو ټيليفون ورته وکړل او بې له څه وجې به يې صرف دومره وويل چې مرکه نشي کولی.

خو د مجلې په خبره بيا يوه ورځه ناڅاپه محمد حسن پخپله ورغلی او مرکه يې ورسره وکړه.

د شپيګل خبريال په سر کې له محمد حسن څخه پوښتلي چې تاسو خو له کړو وړو او جامو څخه د امريکا جاسوس نه ښکاری، دی په ځواب کې ورته وايي، د قبائلي سيمو پښتانه هم دغسې ښکاري، ږيره لرل او هم د داسې جامو د اغوستلو مانا دا نه ده چې دوی ټول طالبان دي بلکې د ده په خبره په قبايلي پښتنو کې ښه خلک هم شته.

خو شپيګل له محمد حسن څخه پوښتنه کوي چې آيا د امريکې لپاره جاسوسي کول ښه کار دی چې بيا هم ددې مالوماتو پر اساس هغه ستاسو خپل خلک وژني.

محمد حسن ددې پوښتني په ځواب کې وايې چې دوی هم د دې جګړې برخه دي او که ریښتيا خبره درته وکړم نو ډرون تر ټولو ښه مشن دی او باور وکړی چې د ډرون غوندې موثره وسله بله نشته.

دلته بيا د شپيګل مجلې خبريال يوه بله پوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت او پوځ خو ډرون بريدونه د دې هيواد د خودمختاری خلاف عمل ګڼي؟

محمد حسن په ځواب کې وايي، د څه خودمختاري، له لسګونو کلونو راهيسې پاکستان په قبایلي سيمو کنټرول نه لري، دلته دپوځ ځينې بارکونه دي، پوځيانو مضبوطې مورچې جوړې کړې دي خو د بهر راوتلو جرات هم نشي کولی. د ده په خبره په قبایلي سيمو کې د پاکستان آئين او قانون نه چليږي.

شپيګل له نوموړي بله پوښتنه دا کړې ده، داسي تورونه دي چې په ډرون بريدونو کې بې ګناه خلک وژل کيږي.؟

محمد حسن ځواب ورکوي چې د ده تجربه دا وايي چې هو، بې ګناه خلک وژل کيږي خو شمېر يې ډير لږ وي بلکې څومره چې يې ذکر کيږي هم دومره نه مري .د ده په خبره په ډرون کې وژل شوي زياتره کسان د پاکستان او امريکا دښمنان دي.

د دې پوښتني په ځواب کې چې امريکا ته جاسوسي کولو باندې ستاسو ضمير تاسو نه ملامتوي؟

محمد حسن وايي، تاسو د دې خبري ځواب راکړی چې د ډرون بريدونو متبادل بيا څه کيدلی شي؟ د پاکستان پو ځي آپريشن او خدای دې نه کوي که امریکا حمله وکړي نو تر ډرون بريدونو به لا هم زيات مرګونه وشي.

شپيګل ته محمد حسن وايې، چې د امريکا لپاره تر يوه حده د پيسو په خاطر جاسوسي کوي خو په دې خبره پوره باوري او قایله دی چې دی څه کوي هغه ښه کار دی.

دده په خبره امريکا د جاسوسي لپاره ده ته د مياشتې څه باندې شل زره روپۍ ورکوي.

شپيګل ته محمد حسن ويلي، دی خپل مالومات له نورو خلکو سره شريکوي او په اشاره سره وايي چې په دې کار کې پاکستان هم لاس لري.
XS
SM
MD
LG