د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوکراین کې بحران زور اخیستی


په اوکراین کې د ۲۰۰۴ز کال د نارنج تر انقلاب وروسته دا تر ټولو لویې مظاهرې دي.

په اوکراین کې بحران پر ولسمشر وېکټور یانکووېچ د سیاسي حملې په توګه پراخ شوی دی. د اوکراین پارلېمان د حکومت ضد د عدم باور اقدام رد کړی دی. هلته په هیواد کې د اروپايي ټولنې په حق کې د خلکو مظاهرې هم روانې دي. په دې هیواد کې سیاسي ناکراري هغه وخت پیل شوه چې حکومت له اروپايي ټولنې سره د تړاو تړون له لاسلیکولو انکار وکړ.


د سېشنبې پر ورځ، په اوکرایني پارلېمان کې مخالفو ډلو د حکومت پر ضد د عدم اعتماد اقدام وکړ خو بریالي نشول. مخالفو ډلو ته د بریا لپاره د ۲۲۶ رایو اړتیا وه خو دوی یوازې ۱۸۶ رایې تر لاسه کړې.

تر رایې اچونې مخکې، د هیواد وزیر اعظم مېکولا ازروف د تېرې اوونۍ د پای پر وخت پر مظاهره کوونکو د پولیسو تشدد لپاره بښنه وغوښته. هغه ژمنه وکړه چې په خپل حکومت کې به بدلونونه راولي، خو اپوزیسیون وايي، خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوي.

د رایې اچونې پر وخت هم د پارلېمان مخې ته په زرګونه خلک جمع شوي ول او د ((انقلاب)) او ((شرم شرم)) نارې یې وهلې.

په اوکراین کې د ۲۰۰۴ز کال د نارنج تر انقلاب وروسته دا تر ټولو لویې مظاهرې دي.

په اوکراین کې مظاهرې تر هغه وروسته پیل شوې چې ولسمشر وېکټور یانکووېچ له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو تړون له لاسلیکولو انکار وکړ. پر دې تړون له اوږدې مودې راهیسې له اروپايي ټولنې سره خبرې روانې وې.

پخوا به په اوکراین کې د غربي برخې خلک د اروپايي ټولنې، او د شرقي برخې د روسیې پلویان ول. خو په پاریس کې د اروپايي ټولنې د امنیتي مطالعاتو شنونکی نېکو پوپېسکو وايي، داسې ښکاري چې اوس د اوکراین په ختیځ کې اوسېدونکي هم د یانکووېچ پلویان نه دي پاتې.

''د اوکراین د ولسي سیاست مخکینۍ لیکې په یوه داسې حالت بدلېږي چې د هغو شرقي اوکراینیانو شمېر زیات شوی دی چې له یانکووېچه مایوسه شوي دي. نو اوس یوازې د شرق و غرب تر منځ توپیر یا فرق نه دی بلکې د یانکووېچ د پلویانو تر منځ هم فرق پیدا شوی دی. په هغوی کې به ځینې اوس هم د هغه ملاتړ کوي او ځینې پر دې مایوسه دي چې هغه په تېرو شا و خوا څلورو کالونو کې ښه حکومتداري ونکړای شوه.''

خو دا اوس هم حقیقت دی چې مظاهرې د هیواد په غربي برخې کې زیاتې پیاوړې او قوي دي. که په مرکز کیف کې سلګونه زره خلک جمع شوي دي نو بلې خوا ته د هیواد شرقي برخې لا هم ارامې دي.

لکه په دونیڅک کې یوازې ۳۰۰ کسانو د اروپايي ټولنې په حق کې مظاهرې وکړې. دا ځای د یانکووېچ سیاسي مرکز دی. همدا حال په کرایمیا کې هم وو، هلته لسګونه کسانو مظاهرې وکړې.
XS
SM
MD
LG