د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شرف د پاکستان نوی پوځ مشر وګمارل شو


 د پاکستان نوی پوځ مشر راحیل شرف
د پاکستان نوی پوځ مشر راحیل شرف

راحیل شریف د بلوچستان په کوټه کې زوکړی دی او اوس د جنرل اشفاق پرويز کياني پر ځای وګکارل شو.

د پاکستان صدر د خپل وزيراعظم په غوښتنه جنرل راحيل شريف د پاکستاني پوځ او جنرل راشد محمود د ګډو ځواکونو د کميټې مشر ټاکلي دي.


د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې (آيي، ايس، پي، آر) ترمخه راحيل شريف په ۱۹۵۶ کال کې په کويټه کې زیږيدلی او د پاکستان په نورو سيمو کې د دندې ترسره کولو ترڅنګ يې د هندوستان سره پر پوله هم تر ډيره وخت د خپلو پوځيانو مشري کړي. نوموړی د جنرل اشفاق پرويز کياني پر ځای مقرر شوی.

د نوي پوځ مشر پر ګمارنه له پخواني بریګېډیېر محمود شاه سره د مجید بابر مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د دې دواړو افسرانو د مقررۍ په اړه د وزيراعظم له دفتره خپاره شوي نني نوټيفيکيشن کې دا هم راغلي چې خواجه محمد آصف به اوس د اوبو او بجلۍ د وزارت سره سره د پاکستان د دفاع وزیر هم وي. تر څنګ يې د اطلاعاتو اوسني وفاقي وزير پرويز رشيد ته د قانون او انصاف وزارت هم سپارل شوی.
XS
SM
MD
LG