د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د پروني ځانمرګي برید د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی


د مشورتي جرګې لوحه
د مشورتي جرګې لوحه
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پولیس چارواکي وایي چې په دې ځانمرګي برید کې لس کسان وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل شوي دي.

دا ځانمرګی برید د شنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې خېمې ته نژدې شوی وو چیري چې د پنجشنبې په ورځ مشورتي لویه جرګه جوړیږي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ً په پېښه کې د لسو کسانو د وژل کېدو تر څنګ درویشت تنه نور ټپي شوي او شاوخوا لس موټرونه هم له منځه تللي دي.ً

افغان ولسمشر حامد کرزي په یو بیان کې دا برید غندلی دی. د ولسمشر کرزي بیان لیکي چې ” د افغانستان د خلکو دښمنان د دا ډول بریدونو په ترسره کولو ، د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولای .

وسله والو طالبانو د دې ځانمرګي برید پړه منلې ده.

په عین حال کې د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمیشن چارواکي وايي چې کابل ته د دې جرګې د ګډونوالو ور رسیدل له نن (یکشنبه) څخه پیلیږي.

د یاد کمېشن ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي نن مشال راډیو ته وویل چې په نورو هیوادونو کې میشت د افغانانو نژدې دوه سوه استازي به هم په دې جرګه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د سلا مشورې لپاره په جوړیدونکې دې مشورتي لویه جرګه کې به دوه نیم زره کسان ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG