د بلوچستان په مرکز کوټه او شا وخوا سيمو کې نن مازيګر د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د زلزله پېژندنې څانګې په خبره چې شدت یې د ریختر په کچه ۵ اعشاریه ۲ وو او زیاتوي چې د زلزلې مرکز تاجکستان وو.
تر اوسه له هېڅ یوې سیمې د مالي یا ځاني زیان رپوټ نه دی راغلی.
تر دې دوې مياشتې وړاندې په بلوچستان کې زوره وره زلزله راغلې وه چې په رېختر يې د شدت کچه ۷ اعشاريه ۸ ريکارډ شوې وه او دغه زلزلې په آواران ضلع کې تر څلور سوو زيات زيان کسان وژلي او په سلګونه نور یې ټپيان کړي وو.