د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و هند سرحدي کلیو ځوانانو ودونه نه کېږي


اژانس زیاتوي، د دې وېرې له کبله کورنۍ اکثر له پولې لرې په نورو کلیو کې خپلوانو کره ځي. خپل بچي کورونو کې دننه ساتي او د جومات پر ځای په کور کې دننه لمونځ کوي.

دا ریښتیا دي چې د پاکستان و هند تر منځ نښتې خپه کوونکې وي، خو د دواړو هیوادونو پر پوله د دماله په کلي کې مېشت تنویر احمد لپاره دا ډېر د پرېشانۍ وړ دي. دا نښتې د تنویر احمد د واده هیلو ته تاوان رسوي.


تنویر احمد اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي دي چې یو څو ځایونه یې مرکې کړې دي خو خلک ورته لور نه ورکوي. دی وايي، چا ته یې چې مرکه کړې هغوی ورته وايي، ((ته هر وخت وژل کېدای شې.))

۲۰ کالن تنویر اوس فکر کوي چې کلی پرېږدي.

د اګست په میاشت کې چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د هند او پاکستان پوځیانو تر منځ نښتې وشوې نو د اکتوبر په وروستیو کې ډېرې توندې شوې. په دې نښته کې اته هندي پوځیان او یو سرحدي ساتونکی ووژل شول. د پاکستان خوا ته پینځه سرتېري او شپږ ولسي وګړي ووژل شول. دا نښته په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړۍ هغه وه.

هندیان وايي، دوی خپله دفاع کوي چې پاکستاني وسله وال د دوی تر واک لاندې کشمیر ته ورداخل نشي. پاکستان وايي، سرتېري یې په سختۍ پر دې حکم عمل کوي چې ډز به یوازې هغه وخت کوي چې ورباندې ډزې وشي. پاکستان پر هند دا تور هم پورې کوي چې د ملکي وګړو پر سیمو یې ډزې کړې دي.

د کشمیر په سر د پاکستان و هند دوه جګړې شوې دي. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې یاغیان روزي او وسلې ورکوي چې کشمیر ازاد کړي او یا یې له پاکستان سره ورګډ کړي. خو پاکستان له دې تورونو انکاري دی. پاکستان یوازې دا مني چې په اخلاقي او ډېپلوماټیکه توګه د هغو یاغیانو ملاتړ کوي.

پاکستان وايي، د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۵مې هند د دوی پر خاوره ۸۵۰۰ راکټونه ورولي دي او د وړو وسلو شا و خوا ۲۰۰۰۰ دوره ډزې یې کړې دي. دا ډزې د تنویر احمد پر کلي هم شوې دي.

هندي چارواکي دا ډول شمېرې خو نه ورکوي خو وايي، له هغې خوا چې ډزې وشي نو ((سم برابر ځواب)) ورکوي.

د پاکستان پوځ د اسوشي اېټډ پریس اژانس خبریالان په سیالکوټ کې هم له پولې سره نېږدې کلي ته بیولي ول. هلته یوه اوسېدونکي، نذیر احمد دې خبریالانو ته ویلي دي چې یوه شپه د ډزو له کبله ویښ شو. ماشومان یې واخیستل او د محفوظ ځای په لټون یې منډې پیل کړې چې خپل یو ګاونډی یې ولید. یوې چرې د ده د ګاونډي نس شلولای وو.

اژانس زیاتوي، د دې وېرې له کبله کورنۍ اکثر له پولې لرې په نورو کلیو کې خپلوانو کره ځي. خپل بچي کورونو کې دننه ساتي او د جومات پر ځای په کور کې دننه لمونځ کوي.
XS
SM
MD
LG