د سبزو نرخونه اسمان ته ختلي
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ملک په نورو برخو کې د ټماټرو، پیازو، الوګانو او نورو سبزیانو نرخونه بېخي لوړ ختلي دي چې د پلورونکو او پېرودونکو په خبره اخیستل یې تر وس وتلې خبره ده. ولس وايي، له ګرانۍ سر ټکوي او سبزي پلورونکي وايي، چی د ګرانۍ له وجې یې سبزي نه خرڅېږي او کاروبارونه یې خراب شوي دي. له پېښور سبزۍ منډۍ د مشال خبریال غلام غوث ویډيويي راپور