د لاسرسي ځای

تازه خبر

برازيل او جرمني: د برېښنايي رسنيو جاسوسي دې پايته ورسېږي


برازيل او جرمني (المان) غوښتنه وکړه، چې د برېښنايي رسنيو له طريقه جاسوسي پايته ورسېږي.


دواړو هېوادونو پرون د پنجشنبې په ورځ د هغه پرېکړه مسوده چې دغه غوښتنه په کې شوې، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړه.

جرمني او برازيل دغه راز ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د ارتباطي وسايلو له طريقه جاسوسي کېدى شي له بشري حقونو د سرغړونې سبب شي.

دا پېشنهاد وروسته له هغې مطرح کېږي چې د امريکا د مرکزي استخباراتي پخواني قراردادي اډوراډ سنوډن په نړۍ کې د امريکا د جاسوسۍ د پروګرام په اړه ځينې پټ اسناد افشا کړل.

دغه اسناد څرګندوي چې د امريکا استخباراتي ادارې، د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل، د برازيل د ولسمشرۍ ديلما روسيف په ګدون د نړۍ د څو رهبرانو ټليفوني خبرې څارلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG