د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون اعلان وکړچې ولسمشر امام علي رحمان د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره د چهارشنبې د ورځې انتخابات وګټل.
کمیسیون وویل، ۶۱ کلن رحمن په سلوکې ۸۳،۱ رایې ګټلي دي.
رحمن له ۱۹۹۲ کال راهیسې قدرت په لاس کې لري. د هغه په وړاندې پنځه تنه نورکاندیدان چې دومره پیژندل شوي نه و، دریدلی و. د مخالفینو یواځینی جدي کاندید په انتخاباتو کې د ګډون وړنه وپیژندل شوی.
د انتخاباتو کمیسیون وویل چې په سلوکی ۸۶،۶ مسحقورایې ورکونکو ګډون کړی دی.
د اروپا د امنیت او همکاری سازمان به چې پردغو انتخاباتو یې څارنه کړي نن خپل څیړنیزراپورخپور کړي.
دې سازمان د انتخاباتو د کمپاینونو په وخت کې د تاجکستان د دولت ترکنټرول لاندی رسنیو انتقاد کړی وچی د رحمان په انتخاباتی کمپاین یی ډیرتمرکز کړی دی.