د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت تنها د ناټو رسد لاره نشي تړلی


د پاکستان د جاسوسي مرستې بغير د حيکم الله مسود د وژلو امکان نه وو نو پکار ده چې پاکستان يې په اړه ظاهري احتجاج بند کړي.


د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف ويلي چې په امريکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر تر وژنې پس به د ناټو رسد لاره بنده کړي. خو د دفاعي چارو کارپوهه، ډاکټر عايشه صديقه وايي د خيبر پښتونخوا حکومت په يوازې سر داسې نه شي کولی. د هغې په وينا ناټو ته لار بندول د سياسي او اقتصادي اړخونو له وجې د پاکستان په ګټه نه ده. نوموړي زياتوي چې د پاکستان د جاسوسي مرستې بغير د حيکم الله مسود د وژلو امکان نه وو نو پکار ده چې پاکستان يې په اړه ظاهري احتجاج بند کړي.


ډاکټر عايشه صديقه سره بشيرګواښ مرکه کړي او په سر کې يې ترې پوښتنه کړي چې د ناټو د لارې د بندولو په اړه يې څه نظر دی؟

ډاکټرعايشه صديقه: تحريک انصاف ګوند د خپلې خبرې درنولو لپاره لګيا دی. دلچسپه دا ده چې آيا دوی مرکزي حکومت او پوځ په دې اړه په اعتماد کې اخيستی ځکه چې د ناټو لاره د هغوی د همکارۍ بغير نه شي بنديدلی. بله دا چې که د ناټو د لارې د بنديدو وروسته هم ډرون بريدونه جاري وي نو آيا دا جازونه به ويشتل کيږي که څنګه؟ آيا صوبايي حکومت د ناټو لاره د پوليسو په مرسته بندولی شی؟ ځکه چې پوځ او ايف سي ځواکونه خو د مرکزي حکومت لاندې دي. زما په خيال اصلي موضوع دا نه ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت د ناټو لار بنده کړي بلکې اصلي خبره دا ده چې عمران خان په دې سره خلکوته ویل غواړي چې هغه امريکا ته مخامخ خبرې کولی شي.

پوښتنه: امريکا او پاکستان دواړو د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسود پر سر د ميليونونو روپو انعام مقرر کړی وو نو بيا چې پاکستان وايي د هغه د وژنې له وجې به امريکا سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي، دوی چې دنيا ته څه پيغام ورکول غواړي چې د يو ترهګر ملګرتوب کوي؟

ډاکټرعايشه صديقه: زما په خيال دنيا ته د پاکستان د حکمران ګوند مسلم ليګ نون په اړه معلومه ده چې کيدای شي هغوی د ترهګرۍ پر ضد د امريکا او د خپل پوځ سره همنظره وي خو کيداي شي دومره قوت نه لري چې د پاکستان د خلکو په مخ کې هم دغسي خبره وکړي. بله خبره دا کيدای شي چې د پاکستان د پوځ دننه په دې اړه اختلاف موجود وو چې حکيم الله مسود سره يې څه کړی وای؟ بايد هېره نه کړو چې امريکا حکيم الله مسود د پاکستان د پوځ او حکومت له جاسوسي معلوماتو بغير نه شو وژلی خو دلچسپه دا ده چې پاکستان په ښکاره دا اقرار نه شي کولی.

پوښتنه: نو ډاکټرعايشه صديقه، آيا د حکيم الله مسود وژنه دومره غمجنه پېښه وه چې پاکستان دې پرې دومره خفګان وښئ چې امريکا سره دې اړيکو ته د بيا کتنې خبره وکړي؟ آيا دغسي دريځ به ترهګرۍ ضد جګړه کې په نړيواله توګه د پاکستان مرسته وکړي؟

ډاکټرعايشه صديقه: نه، زما په خيال دا به هيڅ مرسته ونه کړي. د هيچا وژنه د خوشالۍ خبره نه ده خو حقيقت دا دی چې د طالبانو مشر، حکيم الله مسود د پاکستان دښمن وو. پر پاکستان به يې حملې کولي. د هغه وژل کېدل دا مانا لري چې اوس به پر طالبانو د مذاکراتو کولو لپاره ډير فشار وي خو د پاکستان حکومت چې کوم خبرې کوي، په هغې سره د خپل کنفيوژن يا د خپل ګډوډ فکر لا نوره څرګندونه کوي.

پوښتنه: ډاکټرعايشه صديقه، امريکا وايي چې د پاکستان قبايلي سيمو کې ترهګر خوندي ځايونه لري او ډرون حملې يې د قامي سلامتۍ لپاره ضروري دي خو پاکستان وايي دوی طالبانو سره خبرې کوي نو ډرون بريدونه بايد ونه شي. څه فکر کوۍ چې امريکا به يې ودروي؟

ډاکټرعايشه صديقه: زما په خيال د امريکا دليل ډير منطقي دی. ډرون بريدونه ولې ودروي؟ دلته ترهګر موجود دي چې د پاکستان پوځ يې د له منځه وړلو لپاره عمليات نه کوي. امريکا ته هيڅوک دا ضمانت نشي ورکول چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې مذاکرات به کاميابه شي.حکيم الله مسود د خپل مرګه دوه ورځې مخکې هغه دعوې رد کړي وي چې ګوني دوی د حکومت سره مذاکراتو ته تيار دي. نو زيا په خيال امريکا به ډرون بريدونه ونه دروي.
XS
SM
MD
LG