د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر افغان ولس خپله خوښه تپل غواړي: حقاني


په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني

"پاکستان غواړي خپلې غوښتنې پر افغانانو وتپي، خو لکه څنګه چې پاکستان نه غواړي کوم بل هېواد دې خپلې غوښتنې پر دوی ونه تپي نو افغانان هم دا نه مني.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، چې پاکستان د امریکا غوښتنو ته غاړه نږدي نو بیا له افغانستانه دا توقع څنګه کوي چې هغوی دې یې غوښتنې ومني.


نوموړي دا خبرې د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره د هغه د نوي کتاب (بې ساري وهمونه: پاکستان، امریکا او د یوه ناسمپوهاوي حماسي تاریخ)، پاکستان - امریکا اړیکو او افغانستان – پاکستان اړیکو پر موضوعاتو په یوه ویډيو مرکه کې کړې.


له حسین حقاني وپوښتل شول چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان څه وکړي؟ نو هغه وویل:

"پاکستان غواړي خپلې غوښتنې پر افغانستان وتپي، خو لکه څنګه چې پاکستانیان نه غواړي کوم بل هېواد دې خپلې غوښتنې پر دوی ونه تپي نو افغانان هم دا نه مني.

پاکستان باید له افغانستان سره د دوستۍ د یوې نوې بڼې په اړه فکر وکړي.

او د داسې بڼې پر اساس چې پر افغانستان خپلې غوښتنې ونه تپل شي.

زه اندېښنه لرم چې؛ په راتلونکې کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به پاکستانۍ اداره بیا هم هڅه وکړي چې خپلې غوښتنې د افغانستان پر راتلونکې حکومت ومني.

دې عمل هم زموږ افغانان وروڼه خواشیني کړي او هم به د پاکستان ګټو ته یې تاوان رسولی دی."


پخوانی سفیر حسین حقاني، همدا راز په دې نظر دی چې د نړېوالو ځواکونو وتل د افغانستان او سیمې په ګټه نه دي:

"د امریکا محدود پوځي شتون به په راتلونکې کې د کورنۍ جګړې کندې ته د افغانستان د لوېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دا زما نظر دی. خو امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو په اړه پرېکړه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي."


حقاني وویل، په سیمه کې د طالبانو رامنځ ته کېدل چې اوس یې د طالبتوب یوه مفکوره اخیستې ده، د امریکا له پوځي شتون سره کومه اړیکه نه لري، ځکه طالبتوب د ۲۰۰۱ کال له سپټمبر مخکې هم په سیمه کې و، خو وروسته پراخ شوي دي.

حقاني ټینګار وکړ چې؛ ترهغه وخته چې د طالبتوب مفکوره وي نو هغه خلک به هم وي چې په هغه کې جذب شي، خو د ده په وینا د طالبانو هڅول او پیاوړي کول به پاکستان ترهېڅ ځایه ونه رسوي.

ښاغلي حقاني په خپل نوي کتاب کې، پردې ټینګار کړی چې د امریکا پوځي شتون په افغانستان کې په راتلونکې کې د کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

نوموړي، په خپل کتاب کې دا موضوع څېړلې ده چې؛ د امریکا او پاکستان ترمینځ له ډېرو تودو اړیکو سره سره ولې دا دواړه هېوادونه بیا هم له یوبله ليرې دي.

حقاني وايي، اصلي مسله دا ده چې؛ پاکستان تل په خپل ذهن کې دې خیال ته ځای ورکړی و، چې واشنګټن به د اسلام آباد هره غوښتنه مني، خو په حقیقت کې داسې ونه شول او بیا به هم ونه شي.

د حقاني په نظر امریکا هم ځان له دې تخیل سره بوخت ساتلی چې پاکستان ته د مرستو په ورکولو سره ښايي وکولای شي د پاکستان د امنیتي موسساتو خصلت او سلوک بدل کړي.
XS
SM
MD
LG