د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ظاهر کاسي د راخوشې کېدو لپاره لاریون


کوټه کې د ظاهر کاسي د راخوشې کېدو لپاره لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

عوامي نېشنل پارټۍ د ارباب عبدالظاهر کاسي د راخوشې کېدو لپاره نن د بلوچستان په مرکز کوټه کې یو لاریون وکړ. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې ظاهر کاسی دې ژر تر ژره د برمته ګرو له ولکې راخوشې کړل شي. نوموړی د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر پاتې شوی او خپله د پښتنو د کاسي ټبر قبایلي مشر هم دی. ارباب عبدالظاهر کاسی د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه د کوټې له پټېل سړکه نامالومه وسلوالو کسانو پر سپینه ورځ وتېښتاوه. د ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوولو مسوولیت هېڅ یوې ډلې لا هم قبول کړی نه دی، خو په کوټه کې د پېسو لپاره د سړي تښتوونې پېښې له مودې راهیسې دوام لري. د مشال خبریال یې له کوټې د اې اېن پي د احتجاج ویډيو رالېږلې

XS
SM
MD
LG