د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې استادانو کاربندیز کړی


په پکتیا کې یو شمیر ښوونکو کاربندیز اعلان کړی چې افغان حکومت دې د استوګنې ځمکې ورکولو خپله ژمنه پوره کړي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال په خپل راپور کې وايي، استادان اعتراض لري چې حکومت له څو کلونو راهیسې د استوګنې د نومرو ژمنه کړې خو تراوسه یې نه دي ورکړي.

استادان وايٍي، تر څو چې یې غوښتنه و نه منل شي، خپل کاربندیز به جاري و ساتي.

تراوسه د پوهنې وزارت او یا د پکتیا د پوهنې د ریاست مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پکتیا کې ۲۵۰ ښونځي دي چې پکې شاوخوا درې زره ښوونکي درس ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG