د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د واده په بس د سړک غاړې چاودنه شوې ده


د یکشنبې پر ماښام د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د واده د وراباڼو يو موټر په ماين ختلی دی، چې له امله يې تر اوسه پورې نهه تنه مړه شوي دي او ګڼ نور ژوبل دي.

د وژلو شويو زياته برخه ښځې او نجونې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چاودونه د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو او صاحب خان کلي تر منځ شوې ده.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال په پېښه کې د نهو تنو د وژل کېدو خبره تاييدوي خو وايي، د مړو شمېر تر دې زيات دی.

د بريد مسووليت لا تر اوسه چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG