د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د افغان دولت ضد وسله وال ووژل شول


د ننګرهار ولايت د مطبوعاتي دفتر نه په يوه را استول شوي پيغام کې ويل شوي چې د سې شنبې يا نهي په شپه ۱۱ بجې د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د امبرخانې په سيمه کې افغان ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته عملياتو تر سره کړي چې ۲تنه وسله وال طالبان وژلي ۲ تنه يې ټپيان کړي او څو تنه يې د شک په بيناد له ځانه سره بيولي دي. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


همدا رنګه په را استول شوي پيغام کې ويل شوي، چې تيره شپه ۹ بجې د کامې ولسوالۍ د صاحبزادګانو په کلي کې پر يوه ماين جوړونکي خپل ماين چاودلی چې د کور څلور تنه يې سخت ټپيان کړي.

په ټپيانو کې دوه وروڼه، يو ماشوم او يوه ښځه شامله ده. خبرپاڼه زياتوي چې امنيتي ځواکونو د کور نور څلور تنه غړي د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځانه سره بیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG